ads

په قزاقستان كې لسګونه لاریون کوونکي نیول شوي

زرګونو قزاقستانيانو پرون يو ځل بيا لاريون وكړ او د دغه هېواد د ملي امنيت شورا له رياسته د نور سلطان نظربايف د ګوښه كېدو غوښتنه یې وکړه. دا لاريون د قزاقستان د مخكېني جمهور ریيس د زېږېدو له ۷۹يمې كليزې سره هممهاله وشو. عيني شاهدان وايي، پوليسو لسګونه اعتراض كوونكي نيولي دي. د قزاقستان […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
16 چنګاښ 1398
په قزاقستان كې لسګونه لاریون کوونکي نیول شوي
په قزاقستان کې نیول شوي لاریون کوونکي

زرګونو قزاقستانيانو پرون يو ځل بيا لاريون وكړ او د دغه هېواد د ملي امنيت شورا له رياسته د نور سلطان نظربايف د ګوښه كېدو غوښتنه یې وکړه.
دا لاريون د قزاقستان د مخكېني جمهور ریيس د زېږېدو له ۷۹يمې كليزې سره هممهاله وشو.
عيني شاهدان وايي، پوليسو لسګونه اعتراض كوونكي نيولي دي.
د قزاقستان د كورنيو چارو وزارت په خبره، پوليس د عامه نظم د اخلال د مخنيوي په هدف لاس په كار شول، خو د اعتراض كوونكو د نيولو په تړاو يې څه نه دي ويلي.
نور سلطان نظربايف له شاوخوا ۴۰ كلونو وروسته د روان ميلادي كال په مارچ مياشت كې د قزاقستان له جمهوري رياسته ګوښه شو، خو د دغه هېواد د ملي امنيت شورا د ریيس په توګه په لويو تصميمونو كې بنسټيز رول لري.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA