ads

په غور کې د ماین چاودنې اتو ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې

د غور په دولت يار ولسوالۍ كې د ماين چاودنې اتو ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د دغه ولايت د والي وياند عبدالحى خطيبي كليد ته وويل، تېره ورځ يو شمېر ماشومان د دولت يار ولسوالۍ په سِمك كلي كې د سړك غاړې پر ماين ور برابر شول، چې د چاودنې له كبله يې […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
16 چنګاښ 1398
په غور کې د ماین چاودنې اتو ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې
غور ولایت

د غور په دولت يار ولسوالۍ كې د ماين چاودنې اتو ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د دغه ولايت د والي وياند عبدالحى خطيبي كليد ته وويل، تېره ورځ يو شمېر ماشومان د دولت يار ولسوالۍ په سِمك كلي كې د سړك غاړې پر ماين ور برابر شول، چې د چاودنې له كبله يې اووه ماشومان ووژل شول او يو بل ژوبل دى.
د نوموړي په خبره، دې ماشومانو له پنځو تر ۱۵ كلونو عمرونه لرل.
د يو بل خبر له مخې، د غور د والي وياند وايي، وسله والو طالبانو په دې ولايت كې يو ډاكټر وژلى دى.
خطيبي زياتوي، دا ډاكټر د CHA دفتر كار كوونكى و، چې په مركز فېروزكوه ښار كې خپل كور ته پر لاره ووژل شو.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه خپل نظر نه دى څرګند كړى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA