ads

په غزني كې موټر بم چاودنې لسګونو كسانو ته مرګ ژوبله واړوله

د غزني په مركز كې موټر بم چاودنې له ۶۰ زياتو كسانو ته مرګ ژوبله واړوله. د دغه ولايت د والي وياند محمد عارف نوري كليد ته وويل، دا چاودنه نن سهار شاوخوا اته بجې او ۳۰ دقيقې د غزني ښار په شامير سيمه كې د ملي امنيت يوې حوزې ته څېرمه وشوه. د ده […]

نویسنده: hewadpal
16 چنګاښ 1398
په غزني كې موټر بم چاودنې لسګونو كسانو ته مرګ ژوبله واړوله

د غزني په مركز كې موټر بم چاودنې له ۶۰ زياتو كسانو ته مرګ ژوبله واړوله.
د دغه ولايت د والي وياند محمد عارف نوري كليد ته وويل، دا چاودنه نن سهار شاوخوا اته بجې او ۳۰ دقيقې د غزني ښار په شامير سيمه كې د ملي امنيت يوې حوزې ته څېرمه وشوه.
د ده په خبره، په دې پېښه كې د څلورو ملكي وګړو په ګډون ۱۲ تنه وژل شوي او ۴۹ نور ملكي وګړي، چې ډېرى يې د ښوونځي زده كوونكي دي، ټپيان دي.
نوري زياته كړه، ښايي د پېښې ملكي تلفات زيات شي.
وسله والو طالبانو بيا ادعا كړې، چې په غزني ښار كې يې د ملي امنيت پر يوه مركز موټر بم ځانمرګى بريد كړى او په ترڅ كې يې لسګونو استخباراتي كار كوونكو او سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA