د بلخ امنيتي مسوولين وايي، د دغه ولايت په مربوطاتو كې چاودنې اووه وسله وال طالبان وژلي دي.
د بلخ د امنيه قوماندانۍ وياند عادل شاه عادل كليد ته وويل، د شنبې په مازديګر طالب سرګروپ متوكل غوښتل د خپلو كسانو په همكارۍ د امنيتي ځواكونو په نښه كولو لپاره د چهاربولك ولسوالۍ په ارزنكار كلي كې چاودېدونكي توكي ځاى پر ځاى كړي.
د هغه په وينا، دغو چاودېدونكو توكو د ځاى پر ځاى كېدو پر مهال چاودنه كړې، چې په ترڅ كې يې متوكل له خپلو شپږو كسانو سره وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ