ads

د كركټ د نړيوال جام په نيمه پايلوبو كې هند له نيوزيلنډ او اسټراليا له انګلستان سره مخ كېږي

د ۲۰۱۹م ميلادي كال د كركټ د يو ورځنيو لوبو د نړيوال جام سياليو په نيمه پايلوبو كې به هند له نيوزيلنډ او اسټراليا له انګلستان سره مخ شي. پرون د هند او سريلانكا او اسټراليا او جنوبي افريقا د كركټ ملي لوبډلو ترمنځ لوبې ترسره شوې. هند خپله لوبه وګټله، خو اسټراليا وبايلله. په […]

نویسنده: hewadpal
16 چنګاښ 1398
د كركټ د نړيوال جام په نيمه پايلوبو كې هند له نيوزيلنډ او اسټراليا له انګلستان سره مخ كېږي

د ۲۰۱۹م ميلادي كال د كركټ د يو ورځنيو لوبو د نړيوال جام سياليو په نيمه پايلوبو كې به هند له نيوزيلنډ او اسټراليا له انګلستان سره مخ شي.
پرون د هند او سريلانكا او اسټراليا او جنوبي افريقا د كركټ ملي لوبډلو ترمنځ لوبې ترسره شوې.
هند خپله لوبه وګټله، خو اسټراليا وبايلله.
په دې سره هند د نومرو په جدول كې لومړى مقام خپل كړ او د راتلونكې سې شنبې په ورځ به د نيوزيلنډ په وړاندې، چې په ياد جدول كې څلورم ځاى لري، لومړۍ نيمه پايلوبه ترسره كړي.
اسټراليا بيا د تېرې ورځې د لوبې په بايللو سره له لومړي مقامه دوهم ته را ښكته شوه، نو په دوهمه نيمه پايلوبه كې به له انګلستان سره، چې درېيم مقام لري، مخ شي.
د يادونې وړ ده، چې د روان ميلادي كال د كركټ د يو ورځنيو لوبو د نړيوال جام په سياليو كې د افغانستان په ګډون د ۱۰ هېوادونو د كركټ ملي لوبډلې ولوبېدې، چې څلورو يې نيمه پايلوبو ته لار پيدا كړه.
په پاتې شپږو هېوادونو كې پاكستان پنځم، سريلانكا شپږم، جنوبي افريقا اووم، بنګله دېش اتم، ويسټ انډيز نهم او افغانستان لسم مقام خپل كړ.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA