ads

ټرمپ او ترزامي د سوریې او ایران په اړه ټلیفوني خبرې کړې

د امریکا جمهور رییس ډونالډ ټرمپ او د انګلیستان لومړۍ وزیرې ترزامي له ۶۰ ورځني خت وروسته د ایران د اټومي وسلو په اړه ټلیفوني خبرې کړې دي. ایران اروپایي دولتونو ته ۶۰ ورځې وخت ورکړی و، چې له بندیزونو یې وژغوري. په هغه بیانیه کې چې له سپینې ماڼۍ څخه خپره شوې، راغلي چې […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
16 چنګاښ 1398
ټرمپ او ترزامي د سوریې او ایران په اړه ټلیفوني خبرې کړې
ټرمپ او ترزامي

د امریکا جمهور رییس ډونالډ ټرمپ او د انګلیستان لومړۍ وزیرې ترزامي له ۶۰ ورځني خت وروسته د ایران د اټومي وسلو په اړه ټلیفوني خبرې کړې دي. ایران اروپایي دولتونو ته ۶۰ ورځې وخت ورکړی و، چې له بندیزونو یې وژغوري.
په هغه بیانیه کې چې له سپینې ماڼۍ څخه خپره شوې، راغلي چې دواړو خواوو پر ګډو امنیتي همکاریو او په ځانګړي ډول پر سوریې د بندیزونو په اړه خبرې کړې دي.
د دې تر څنګ دواړه مشران د شمالي کوریا د اټومي وسلو د له منځه وړلو په اړه هم غږېدلي دي.
د امریکا او انګلیستان مشران پر داسې مهال د ایران او سوریې په اړه خبرې کوي چې د ایران جمهور رییس له خپل فرانسوي سیال سره د دواړو هېوادونو تر منځ د دوه اړ خیزه اړیکو پر پیاوړتیا بحث کړی دی.
د یاده ولو وړ ده چې د انګلیستان د لومړۍ وزیر ترزامي دفتر تر اوسه په دې اړه کومه اعلامیه نه ده خپره کړې.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA