د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى زلمى خليلزاد وايي، د قطر په پايتخت دوحه كې به د امريكايي او طالب استازو ترمنځ اووم پړاو خبرې له دوه ورځنۍ وقفې وروسته د راتلونكې سې شنبې په ورځ بېرته پيل شي.
هغه نن پر خپله ټويټر پاڼه ليكلي، دا خبرې په دوحه كې د دوه ورځنۍ بين الافغاني غونډې د ملاتړ په هدف د يكشنبې او دوشنبې ورځو لپاره درول شوې دي.
خليلزاد دغه پړاو مذاكرات تر نورو ګټور بللي او ويلي يې دي، لا هم هوكړې ته تر رسېدو وړاندې مهم كارونه پاتې دي.
د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زياته كړې، دواړو خواوو د ترهګرۍ په وړاندې د طالبانو د مبارزې د ضمانت، د بهرنيو ځواكونو د وتلو، د تلپاتې او جامع اوربند د اعلان او د طالبانو او افغان حكومت ترمنځ د بين الافغاني خبرو د پيل په برخو كې د پام وړ پرمختګ كړى دى.
د امريكا او طالبانو د استازو ترمنځ اووم پړاو مذاكرات د تېرې اونۍ په سر كې په دوحه كې پيل شوي او د جمعې ورځې د رخصتۍ له كبله تر يو ورځنۍ وقفې وروسته هغوى پرون بيا سره كېناستل.


