څېړنيز

126
۱۶ چنګاښ ۱۳۹۸
لیکونکی: فضل هادي حمیدي

د افغانستان تاریخي ځایونه له ناوړه حالت سره مخ دي

د افغانستان تاریخي ځای تصویر: ټولنیزې رسنۍ

د کلید له لوري تازه ترلاسه شوي معلومات ښیي چې د هېواد ۷۰ سلنه تاریخي ابدات له ګواښ سره مخ دي او بنسټیزې بیا رغونې ته اړتیا لري.
ناامني، طبعي پېښې، د حکومت او اړوندو ادارو نه پاملرنه، او د تاریخي ابداتو د اړوندو ساحو او د تاریخي سیمو غصب هغه عوامل دي چې له کبله یې تاریخي ابدات تخریب شوي او ان تر دې چې د له منځه تلو وېره یې شته ده.
کلید ګروپ دغه څېړنه د هېواد په شپږو ولایتونو هرات، غور، فراه، بلخ، سمنګان او بامیانو کې کړې، چې په ټولو ولایتونو کې تاریخي ابدات کابو له ورته ګواښونو سره مخ دي.
د کلید د معلوماتو پربنسټ، په دغو شپږو ولایتونو کې له ۱۶۸۷ څخه د ډېرو تاریخي ابداتو او تاریخي سیمو د شتون آټکل شوی، چې له دې څخه یې ۷۱۲ په رسمي توګه له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره ثبت شوي دي.
له یادو تاریخي آبداتو څخه د جام منار په غور کې، زوړ ښار په هرات کې، د فریدون کلا په فراه کې، تخت رستم په سمنګانو او بالاحصار په بلخ ولایت کې هغه مشهور تاریخي ځایونه دي چې د ویجاړېدو او یاغصب له جدي ګواښونو سره مخ دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د تاریخي آبداتو د ساتنې او رغونې رییس عبدالاحد عباسي کلید ته وویل، په هېواد کې د جګړو، بودیجې د نه شتون، مسلکي کسانو د کموالي، طبعي پېښو او داسې نورو لاملونو له کبله د تاریخي آبداتو حالت ته په تېرو لسیزو کې پام نه دی شوی؛ نو ځکه اوس له ۷۰ ډېر یې بنسټیزې بیا رغونې ته اړتیا لري: «په تېرو کلونو کې دغو تاریخي ځایونو ته پام نه دی شوی، یا جګړه او یا هم د جګړې لاملونه، د بودیجې نه شتون، د مسلکی کسانو کموالی د دې لامل شوي چې ډیری دغه تاریخي ځایونه له ویجاړېدو او ۷۰ سلنه یې بیارغونې ته جدي اړتیا لري.»
په هغو ولایتونو کې چې کلید څېړنه کړې، تاریخي ابدات د طبعي پېښو له کبله ډېر زیانمن شوي، چې ورته پاملرنه نه ده شوې. د دغو تاریخي ځایونو د بیا ترمیم لپاره بودیجه نه شته، یو شمېر یې په ناامنه سیمو کې دي، چې هلته مرسته کوونکې ملي او نړیوالې ټولنې او دولتي اړوندې ادارې لاس رسی نه لري او د ځینو نورو بیا حریمونه د زورواکو او عامو خلکو له خوا غصب شوي او د استوګنې کورونه پرې جوړ شوي دي.

د اړوندو ادارو نه پاملرنه:
تاریخي ابداتو او تاریخي ځایونو ته د اړوندو ادارو نه پاملرنه د دې لامل شوې، چې دغه ابدات او تاریخي سیمې د طبعي پېښو لکه باد، باران، سېلابونو، واورو، زلزلې او داسې نورو او یا د زورواکو او سیمه ییزو اوسېدونکو له خوا د غصب له جدي ګواښونو او ان د له منځه تلو له ګواښ سره مخ شي.
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رييس آریا رووفیان وایي، په دغه ولایت کې د ۲۰ سلنه تاریخي آبداتو حالت د اندېښنې وړ دی او په خبره یې، په تېرو کلونو کې د جګړو، طبعي پېښو، بودیجې د نه شتون او خلکو د نه همکارۍ له کبله دغو تاریخي آبداتو ته پاملرنه نه ده شوې.
رووفیان زیاتوي: ((جګړه، طبعي پېښې، د بودیجې نه شتون او د خلکو نه همکاري د دې لامل شوې چې د تاریخي آبداتو وضعیت ته پام ونه شي او خلک لاهم دغو تاریخي ځایونوشسشسشس ته د مزاحمو ودانیو په سترګه ګوري)).
دغه راز د غور د اطلاعاتو او فرهنګ رییس فخرالدین اریا پور هم وایي، چې په دغه ولایت کې د تاریخي ابداتو حالت ۱۰۰ سلنه د اندېښنې وړ دی او په وینا یې، په تېرو کلونو کې د دغه ولایت د تاریخي آبداتو ساتنې او ترمیم ته هېڅ ډول پاملرنه نه ده شوې.
نوموړی زیاتوي، که د غور ولایت تاریخي ځایونو ته جدي پاملرنه ونه شي، نو تر راتلونکو لسو کلونو پورې به د دغه ولایت تاریخي ځایونه په بشپړه توګه له منځه ولاړ شي: ((د غور د تاریخي ابداتو حالت په بشپړه توګه د اندېښنې وړ دی او په ټولو تاریخي دورو کې دغو ابداتو ته پام نه دی شوی او هېڅ یو تاریخي ځای نه دی رغول شوی)).
نوموړي زیاته کړه: (( که ورته جدي پام ونه شي، نو تر راتلونکو لسو کلونو پورې به په غور کې هېڅ تاریخي ابدات پاتې نه شي)).
بلخوا د لویدیځ زون بل ولایت د فراه د اطلاعاتو او فرهنګ رییس بنیامین بارز هم د دغه ولایت د تاریخي ځایونو د حالت په اړه اندېښنه څرګندوي او وایي، د طالبانو د رژیم له سقوط وروسته له پرلپسې غوښتنو سره سره د فراه ولایت د تاریخي ابداتو ترمیم او ساتنې ته هېڅ پام نه دی شوی او خبرداری ورکوي، چې که په دې اړه کوټلي ګامونه وانه خیستل شي، نو تر راتلونکې یوې نیمې لسیزې به د فراه ولایت ډېری تاریخي ځایونه له خاورو سره خاورې شي: «د طالبانو له سقوط وروسته په وار وار موږ په رسمي او شفاهي توګه له مرکز څخه د فراه د ابداتو د ترمیم غوښتنه کړې، خو له بده مرغه د بودیجې د نه شتون او د یونیسکو د نه لیوالتیا له کبله نه یو توانېدلي چې د فراه د تاریخي آبداتو چې د له منځه تلو په حالت کې دي د تخریب مخه ونیسو.»
خو د بلخ ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس صالح محمدخلیق بیا وایي، په تېرو کلونو کې د تاریخي ابداتو د ترمیم او ساتنې په هدف په بلخ کې ډېر کار شوی؛ خو نوموړی وایي چې دغه کار یې هم د یوشمېر هېوادونو په مرسته کړی، نه د افغان دولت په بودیجه: «افغان حکومت یو بېوزله حکومت دی او نه شي کولای چې په خپله بودیجه تاریخي ابدات ورغوي او موږ په هر حالت کې بهرنیو مرستو ته اړتیا لرو)).
خلیق زیاته کړه: (( له موږ سره د تاریخي ابداتو په ترمیم او بیا رغونه کې د جرمني، امریکا، ناروې، هالنډ او سویس هېوادونو مالي مرستې کړې او عملي چارې یې د اغاخان بنسټ مخته وړې دي)).
دغه راز د سمنګانو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د فرهنګي میراثونو د ساتنې مدیر محمدامین عزیزي وایي، په دغه ولایت کې ۶۳ تاریخي ابدات او سیمې له دوی سره ثبت دي چې ډیری یې له خطر سره مخامخ دي.
هغه وایي، په تېرو کلونو کې د دغو ابداتو ساتنې او ترمیم ته هېڅ ډول پاملرنه نه ده شوې. عزیزي زیاته کړه: «د سمنګانو ولایت ډیری تاریخي آبدات له ګواښ سره مخ دي، یو د غصب خطر دی او بل د طبعي پېښو له کبله زیانمنیږي چې ورته هیڅ ډول پام نه دی شوی.»
په ورته وخت کې د بامیانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس محمداسلم علوي هم وایي، د دغه ولایت یو شمېر تاریخي ابدات د طبعي پېښو لکه باد، باران، سېلابونو او داسې نورو له کبله زیانمن شوي دي؛ خو اوس یې د بیا رغولو لپاره ورته بودیجه نه لري.
نوموړي زیاته کړه، کله چې تېرکال بودیجه ورکړل شوه، نو ناوخته و او د کارکولو فرصت نه و، خو سږ کال بیا د مالیې وزارت ورته ویلي چې د دغو تاریخي ځایونو د بیا رغونې لپاره ځانګړې بودجه نه لري: «یو شمېر تاریخي ځایونه له خطر سره مخ دي، چې د اوبو او واورو له کبله ورته زیان رسېږي، خو ۹ نور ابدات موږ سروې کړي؛ چې ترمیم شي، خو په خبره یې چې تېر کال بودیجه ناوخته راورسېده. د دغو تاریخي ځایونو د بیارغولو فرصت نه و او انتقالي بودجه هم نه وه، نو موږ رد کړه او سږ کال د جمهور ريیس له لارښوونې سره سره د مالیې وزارت وایي چې ځانګړې بودیجه نه لري.»

– جګړه او ناامني:
جګړې او ناامنۍ هم هغه لاملونه دي، چې په ولایتونو او ولسوالیو کې یې د تاریخي ابداتو له منځه تلو ته زمینه برابره کړې ده.
د بېلابېلو ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو مسوولین وایي، په ځینو ولسوالیو کې د ناامنۍ له کبله دوی نه شي کولای چې یا خپله هلته د تاریخي آبداتو د ترمیم چارې مخته یوسي او یا له نړیوالو مرسته کوونکو څخه مرسته وغواړي.
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رییس آریا رووفیان وایي، ډېری هغه تاریخي آبدات چې د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي، په ولسوالیو کې دي.
هغه وایي چې دوی په ولسوالیو کې د ساتنې او څارنې هېڅ ډول امکانات نه لري او لوی عامل یې هم لومړی ناامني او ورپسې د بودجې نه شتون دی: «په ولسوالیو کې زموږ ډېری تاریخي ابدات د له منځه تلو په حال کې دي او هلته موږ د ساتنې او څارنې او یا د ساتنې او څارنې د پروژو د عملي کولو لپاره هېڅ ډول امکانات نه لرو.»
رووفیان زیاتوي: «دا چې په ولسوالیو کې تاریخي آبدات له جدي ګواښ سره مخ دي او په تېرو کلونو کې یې ساتنه او څارنه نه ده شوې، بېلابېل لاملونه لري چې لوی لامل یې جګړه او ناامني ده او له دې وروسته طبعي پېښې، د بودیجې نه شتون او د خلکو د پوهاوي د کچې ټیټوالی دی».
په ورته وخت کې د هرات د پولیسو ویاند عبدالاحد ولیزاده هم د هرات په ولسوالیو کې امنیتي ستونزې مني، خو وایي که په ولسوالیو کې د تاریخي ځایونو د بیا رغولو چارې پیلېږي، نو پولیس چمتو دي چې امنیت یې ټینګ کړي.
هغه زیاتوي، اوس هم د هرات پولیس په یو شمېر ولسوالیو کې د ټولګټو پروژو د امنیت په ټینګښت بوخت دي: «دا منو چې د هرات په یو شمېر ولسوالیو کې امنیتي ستونزې شته، خو که د تاریخي ځایونو د بیا رغونې او یا سروې چارې پیلېږي، نو پولیس چمتو دي چې په بشپړه توګه یې امنیت ټینګ کړي او په دې اړه هېڅ ستونزه نه شته)).
په همدې حال کې د غور د اطلاعاتو او فرهنګ رییس فخرالدین آریا پور وایي، په دغه ولایت کې ناامني د دې لامل شوې چې دوی د ډېری تاریخي ځایونو له حالت څخه بې خبره پاتې شي او د دې ترڅنګ په هغو لرغونو سیمو کې چې د دولت تر واک لاندې نه دي، غیر قانوني کیندنې روانې دي، چې دا کار هم لرغونو سیمو او هم تاریخي آثارو ته زیان رسوي: «د غور ټول تاریخي ابدات د جام منار په ګډون له ګواښ سره مخ دي او له ځینو خو چې د دولت تر واک لاندې نه دي، خبر هم نه لرو. شاید سږنیو سېلابونو نور هم زیانمن کړي وي او په یو شمېر تاریخي سیمو کې چې د دولت تر واک لاندې نه دي، غیرقانوني کیندنې کیږي».
بلخوا د فراه د اطلاعاتو او فرهنګ رییس بنیامین بارز هم وایي، دوی د خلکو له خولې خبرېږي، چې د دغه ولایت په ولسوالیو کې تاریخي ځایونه له جدي ګواښ سره مخ دي او ډېر ناوړه حالت لري، خو په خبره یې، ډېری دغه ځایونه هم په هغو ولسوالیو کې دي چې هلته د امنیتي ګواښونو کچه لوړه ده او د دغو تاریخي ځایونو د ساتنې او ترمیم لپاره ورتګ ناشونی دی: «زموږ ډیر تاریخي آبدات په پرچمن، لاش، جوند، خاک سفید او داسې نورو ولسوالیو کې موقعیت لري چې یوازې د پرچمن امنیت یو څه ښه دی او په نورو ولسوالیو کې ناامني ډیره ده، سیمې د طالبانو تر واک لاندې دي او هلته تګ ناشونی دی خو موږ چې له خلکو څخه معلومات اخلو تاریخي آبدات هلته ناوړه حالت لري.»
بلخ چې تر نورو ولایتونو کې لږ څه امن بلل کېږي، په دغه ولایت کې هم داسې ستونزې شته چې د تاریخي ابداتو د بیارغونې او ساتنې پر وړاندې خنډ شوې دي.
د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رییس صالح محمد خلیق وایي، په یو شمېر ولسوالیو کې د ناامنیو له کبله نه دي توانېدلي چې تاریخي ابدات ترمیم کړي: «په ځینو سیمو کې موږ نه یو توانېدلي چې هلته کار وکړو، د بېلګې په توګه په چمتال کې، ځکه چې هلته امنیتي وضعیت ښه نه دی.»
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د تاریخي ځایونو د بیارغونې رییس عبدالاحد عباسي هم ناامني په هېواد کې یوه لویه ستونزه ګڼي، خو نوموړی په هر حالت کې د تاریخي ابداتو د ساتنې لپاره له خلکو مرسته غواړي: «امنیت داسې یوه سراسري ستونزه ده چې ټولو ته معلومه ده او هېڅ د بحث وړ نه ده، د بودجې په اړه پام شوی، خو هیله لرم چې دا پام نور هم زیات شی. زه له خلکو غواړم چې د تاریخي ابداتو په ساتنه کې خپل مسوولیت ادا کړي، ځکه تاریخي ابدات په خلکو پورې اړه لري.»
د بودجې نشت:
د بودجې کموالی بله هغه ستونزه ده، چې پوښتل شوي ولایتونه ټول ترې شکایت کوي، خو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د تاریخي ځایونو د ترمیم او ساتنې رییس عبدالاحدعباسي وایي، په دې وروستیو کې د ملي یوالي حکومت د بودجې له پلوه تاریخي آبداتو ته پاملرنه ډېره کړې ده.
نوموړی زیاتوي چې باید له دې هم ورته ډېر پام وشي، ځکه د هغه په وینا ډونران یا مرسته کوونکي بنسټونه، چې د تاریخي ځایونو د بیارغولو لپاره مرسته کوي، هغوی خپل اهداف لري او په سیمه کې چې د تاریخي ابداتو د ترمیم لپاره کومې اړتیاوې شته وي، دغو ستونزو ته پام نه کوي.عباسي وایي: «له بده مرغه چې دونران خپل اهداف لري او هغه څه چې د موږ اړتیا وه، هغه یې ونه کړل او څه یې چې غوښتل هغه یې وکړل خو نتیجه یې ورنه کړه.»
د تاریخي ابداتو غصب:
د ځمکو غصب هم په هېواد کې یوه جدي ستونزه ده، چې په دې وروستیو کې ډېره توده شوې او د کورنیو چارو وزارت هم د ځمکو د غاصبینو او زورواکو پرضد پراخه مبارزه پیل کړې ده.
د غاصبینو له منګلو آن تاریخي ابدات هم خوندي نه دي پاتې، خو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولین په خپله د تاریخي ابداتو غصب ردوي. د دې تر څنګ دا مني چې په ځینو سیمو کې یې حریم او په ځینو سیمو کې پخپله په تاریخي ابداتو دعوا شوې ده.
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د تاریخي ابداتو د آمریت غړی نیک محمد مستمند وایي، یو شمېر داسې تاریخي سیمې او ابدات شته چې ځینو کسانو یې د ملکیت دعوا کړې خو اوسمهال دغه دعوې او یا قضیې دولت ته لېږل شوې او تمه ده چې اطلاعات او فرهنګ به یې وګټي: «یو شمېر داسې تاریخي ځایونه شته چې موږ یې د ځان ګڼو، خو دېرش یا څلوېښت کاله پخوا ځینو کسانو یې د ملکیت دعوا کړې، چې اوس یې اولادونه هم وایي، دا یې د پلار میراث دی. په دې اړه کره شمیرې نه شته، خو ځینې ځایونه شته چې خلکو نیولي، قانون زموږ په طرف دی او څو ابدات مو همداسې وژغورل او ځینې نور چې د زاړه ښار په شاوخوا کې دي اوس هم دولت له خوا تعقیبېږي»
په همدې حال کې د هرات والي عبدالقیوم رحیمي هم د دې ترڅنګ چې وایي، په تېرو کلونو کې د تاریخي ابداتو ساتنې او بیارغولو ته پام نه دی شوی، په هرات کې د ځمکو د غصب ستونزه هم مني، خو د تاریخي ځایونو د غصب موضوع ردوي.
نوموړی وایي، د ټول هېواد په څېر په هرات کې هم ځمکې غصب شوې او دا هم مني چې د تاریخي ابداتو شاوخوا سیمې او حریم هم په ځینو ځایونو کې غصب شوی، خو ژمنه کوي چې پرضد به یې جدي مبارزه وکړي: «داسې کوم موارد نه لرو چې تاریخي آبدات غصب شوي وي، خو ځمکې د نورو ولایتونو په څېر په هرات کې هم ډېرې غصب شوې او موږ یې پرضد جدي چلند کوو. د تاریخي ابداتو شاوخو سیمې به غصب شوې وي او غیرقانوني کیندنې به هم پکې شوې وي، خو ابدات نه دي غصب شوي او موږ ورسره جدي چلند کوو.»
دغه راز د غور ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست چارواکي هم له غصب څخه شکایت کوي او وایي چې په ځینو مواردو کې سیمه ییزه اداره له غاصبینو سره په مبارزکې پاتې راغلې، ځکه په خبره یې چې غاصبین هم کوم عادي او کمزوري کسان نه دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ رییس فخرالدین آریا پور وایي، اوس هم په یو شمېر ځمکو دعوا دوام لري، خو لاهم د دغو غصب شوو ځمکو په بېرته ترلاسه کولو نه دي توانېدلي: «د تاریخي ابداتو اړوند ډېرې ځمکې غصب شوې، د بېلګې په توګه د جام منار شاوخوا ځمکو کې باغونه یا ژرندې جوړې شوې او یا کرنیزې ځمکې ابادې شوې. د غور په مرکز کې د ضحاک کلا ځمکې غصب شوې، له دې ور ها خوا، په تیوره ولسوالۍ کې خلکو د تاریخي کلاو په منځ کې کورونه جوړ کړي دي. په دولتیار ولسوالۍ کې، په چارسده او داسې نورو ولسوالیو کې ورته ستونزې لرو»
په ورته مهال د فراه د اطلاعاتو او فرهنګ رییس بنیامین بارز هم د تاریخي ابداتو له غصب څخه شکایت کوي او وایي، د غصب یو لامل دا هم دی چې د تاریخي ابداتو حریم مشخص نه دی او دوی نه شي کولای چې له خلکو سره دعوا وکړي.
نوموړی زیاتوي، د تاریخي ابداتو د حریم د معلومولو لپاره یې په وار وار د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت څخه رسمي غوښتنې کړې، خو وزارت په دې اړه کوم جدي ګام نه دی اخیستی او یوازې د تلیفون له لارې ورته لارښونه کوي: «له بده مرغه چې دغصب له ستونزې سره موږ هم مخ یو. د فراه په مرکز کې د فریدون تاریخي کلا تر دیوالونو پورې د استوګنې کورونه رسېدلي. موږ څو ځله له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څخه رسمي غوښتنه وکړه، خو زموږ د مکتوب په ځواب کې یې قانع کوونکي څه نه دي لیکلي او یوازې په ټلیفون وایي چې د دغه کلا حریم له ۴۰ تر ۵۰ متره ونیسۍ، چې دا ستونزه په دې ډول نه حلېږي.»
بلخوا د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رییس صالح محمدخلیق وایي، په بلخ ولایت کې هم د یو شمېر تاریخي ابداتو حریم غصب شوی او دا غصب له پخوا څخه روان دی، ان تر دې چې د ځینو تاریخي ځایونو تر دېوالونو پورې د استوګنې کورونه رسېدلي دي.
نوموړی وایي، ډېر خلک د هغو سیمو چې د تاریخي ابداتو اړوند دي، رسمي قبالې لري او د قبالو ورکولو علت یې هم دا دی چې هغه وخت د فرهنګي میراثونو د ساتنې قانون نه و او څوک نه پوهېدل چې دا سیمه د تاریخي ابداتو اړوند ده: «د تاریخي آبداتو حریم په ډیرو ځایونو کې غصب شوی او دا غصب موږ ته د اندېښنې وړ دی».
د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رییس وایي: «د بېلګې په توګه د بلخ د بالاحصار تر لمنې پورې د استوګنې کورونه رسېدلي دي، خو هغه چې کورونه یې د تاریخي ابداتو په حریم کې جوړ کړي؛ دا بېوزله خلک دي او ځینې کسان یې قبالې هم لري، چې قبالې یې هم ښاروالۍ ورکړې خو اوس د عدلیې ریاست راسره مرسته کوي او قبالې له ارزونې وروسته له منځه وړي، ښاروالي بیا وایي، دوی نه وو خبر چې دا سیمې د تاریخي ابداتو دي، ځکه د تاریخي میراثونو د ساتنې قانون نه و.»
بلخوا، د بلخ مرستیال والي محمد بشیرتوحیدي وایي چې یوازې د بالاحصار شاوخوا ځینې سیمې غصب شوې وې؛ چې دوی یې مخنیوی کړی، خو زیاتوي، که د چاشخصي ملکیتونه تاریخي ابداتو ته زیان رسوي، نو بیا باید دولت او ځینې نور اړوند بنسټونه هغه استملاک کړي، ځکه چې د خلکو شخصي ملکیتونه دي او باید بیه یې ورته ورکړله شي: «په ټول بلخ کې یوازې په بالاحصار کې د غصب ستونزه وه، خو موږ یې اوس مخه نیولې خو که د چا شخصي ملکیتونه تاریخي ابداتو ته زیان رسوي، موږ هومره بودیجه نه لرو چې هغه استملاک کړو. مرکزي دولت او یونیسکو دې راشي او هغه دې استملاک کړي.»
د دې تر څنګ د سمنګانو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د فرهنګي میراثونو د ساتنې مدیر محمدامین عزیزي وایي، په دغه ولایت کې د زورواکو له خوا د تاریخي ځایونو ډېرې سیمې غصب شوې او په وینا یې، سیمه ییزه اداره هم له زورواکو او غاصبینو سره په مبارزه کې پاتې راغلې ده: «د تاریخي ځایونو په ډېری سیمو کې خپل سري کورونه جوړ شوي او له تاریخي مغارو څخه خلک د خپلو څارویو د څړځای او یا د هغوی د خوراکځای په توګه کار اخلي. د بالاحصار او تخت رستم ډېرې سیمې هم غصب شوې، خو سیمه ییزه اداره له دغو غاصبینو سره په مبارزه کې پاتې راغلې ده.»
د سمنګانو د والي ویاند محمدصدیق عزیزي بیا وایي، په یو شمېر سیمو کې غصب روان و، خو دوی یې مخه نیولې ده او هرچېرته چې د غصب هڅې وویني، نو جدي مبارزه به ورسره وکړي: «د سمنګانو په مرکز او ولسوالیو په ډېرو سیمو کې د تاریخي ابداتو په اړوندو سیمو کې د کورونو د جووړولو یا په کرنیزو ځمکو د بدلولو مخه نیول شوې ده، خو د تاریخي ځایونو بیا رغونې ته هېڅ پام نه دی شوی.»
د بامیانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس محمداسلم علوي وایي، په دغه ولایت کې تاریخي سیمې او د تاریخي ځایونو حریم غصب شوی نه دی، بلکې دغه سیمې د وخت د حاکمانو او والیانو له خوا خلکو ته وېشل شوې، چې اوس باید د تاریخي ځایونو د ساتنې لپاره دغه سیمې د دولت له خوا استملاک شي: «په بامیانو کې د تاریخي ځایونو اړوندې سیمې پخوا د دولتی حاکمانو او یا د سیمه ییزو زورواکو او شتمنو خلکو له خوا خلکو ته وېشل شوې او دا سیمې دوی خپل ملکیت باله، چې خلکو ته یې وېشلې او خلک یې اوس قبالې لري. پخوانیو دولتونو ورته هېڅ پام نه دی کړی. نو اوس د دې اړتیا شته چې لومړی دا سیمې تثبیت او بیا استملاک شي.»
په ورته وخت کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د تاریخي ځایونو د ساتنې او ترمیم رییس عبدالاحد عباسي هم په ځینو سیمو کې د تاریخي ځایونو د حریم غصب مني او په دې اړه اندېښمن هم دی، خو له ولایتونو او سیمه ییزو ادارو غواړي چې د دغه غصب مخه دې ونیسي.
نوموړی وایي، کله چې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونه دغه ستونزه له ولایت سره شریکه کړي، د ولایت له خوا یې په اړه بعضې وخت اقدام کیېږي او بعضې وخت نه کېږي، خو دا چې ولې نه کیږي، په دې اړه څه نه وایي.
عباسي زیاتوي: «په ځینو ځایونو کې د تاریخي ځایونو او تاریخي سیمو حریم غصب شوی، خو دا باید د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونه د ولایتونو له مشرتابه سره شریک کړي. هغوی د مرکز په پرتله ژر اقدام کولای شي. هغوی هم امنیتي ځواکونه لري او هم اقدام کولای شي، خو که موږ ته مکتوب راولېږي، موږ بېرته د سیمه ییزو ارګانونو د ادارې له لارې ولایت ته مکتوب لېږو، چې دا بیا وخت نیسي)).
د فرهنګي چارو یو شمېر شنونکي او لرغون پوهان د ملي یوالي د حکومت په ګډون تېر حکومتونه تاریخي ابداتو ته په نه پاملرنې تورنوي او وایي، چې که له دې وروسته وضعیت همداسې دوام وکړي، نو د تاریخي ابداتو حالت به له دې هم خراب شي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د تاریخي ځایونو د ساتنې او ترمیم د ریاست د مسوولینو د معلوماتو پربنسټ، په افغانستان کې شاوخوا د پنځه زره تاریخي ځایونو د شتون اټکل شوی، چې له دې څخه ۱۵۶۶ یې لېست شوې او شاوخوا په ۸ سوه باندې یې د پېژندنې لوحې هم نصب شوې دي.

 

 

 

 

شریکول
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *