ads

دوحه نن د بين الافغاني غونډې كوربه ده

دوحه نن د جرمني او قطر په كوربه توب د بين الافغاني غونډې كوربه ده. په دې دوه ورځنۍ غونډه كې يو شمېر ګډون كوونكي افغان سياستوال تېره ورځ له كابله قطر ته لاړل. په ياده غونډه كې د حكمت خليل كرزي، عمر زاخېلوال، رنګين دادفر سپنتا، حامد ګيلاني، حبيبې سرابي، فوزيې كوفي، غيرت بهير، […]

نویسنده: hewadpal
16 چنګاښ 1398
دوحه نن د بين الافغاني غونډې كوربه ده

دوحه نن د جرمني او قطر په كوربه توب د بين الافغاني غونډې كوربه ده.
په دې دوه ورځنۍ غونډه كې يو شمېر ګډون كوونكي افغان سياستوال تېره ورځ له كابله قطر ته لاړل.
په ياده غونډه كې د حكمت خليل كرزي، عمر زاخېلوال، رنګين دادفر سپنتا، حامد ګيلاني، حبيبې سرابي، فوزيې كوفي، غيرت بهير، سيد منصور نادري، عطاء الرحمان سليم او عبدالله قرلق په ګډون لسګونه افغان سياستوال او د مدني ټولنې، ځوانانو او ښځو استازي برخه لري.
د جمهوري رياست وياند صديق صديقي ويلي، د ملي يووالي حكومت په استازيتوب به هېڅوك د دوحې په بين الافغاني غونډه كې حضور ونه لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA