ads

جمهور رئيس غني معلوماتو ته د لاسرسي قانون پر تطبيق ټينګار وكړ

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، معلوماتو ته د لاسرسي قانون د تطبيق په برخه كې بايد عملي اقدامات وشي. ده دا خبره تېر مازديګر په ارګ كې معلوماتو ته د لاسرسي كمېسيون له غړو سره په غونډه كې وكړه او د هغوى ستونزې او غوښتنې يې واورېدې. جمهور رئيس غني په دې غونډه كې […]

نویسنده: hewadpal
16 چنګاښ 1398
جمهور رئيس غني معلوماتو ته د لاسرسي قانون پر تطبيق ټينګار وكړ

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، معلوماتو ته د لاسرسي قانون د تطبيق په برخه كې بايد عملي اقدامات وشي.
ده دا خبره تېر مازديګر په ارګ كې معلوماتو ته د لاسرسي كمېسيون له غړو سره په غونډه كې وكړه او د هغوى ستونزې او غوښتنې يې واورېدې.
جمهور رئيس غني په دې غونډه كې معلوماتو ته د لاسرسي قانون ارزښت ته په اشارې وويل، د دغه قانون په تړاو د واضح عامه پوهاوي لپاره په پايتخت كابل او نورو ولايتونو كې سرتاسري کمپاين ته اړتيا ده.
د نوموړي په وينا، معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې دې د ولايتونو د اړتياوو واضح جدول ترتيب او د هغو ستونزې او حل لارې دې په کې را ونغاړل شي.
كه څه هم د افغانستان معلوماتو ته د لاسرسي قانون د نړۍ له غوره قوانينو څخه ګڼل كېږي، خو بيا هم خبريالان دولتي ادارې د هغه په ښكاره نقض تورنوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA