په غزني كې په يوه جومات كې چاودنې ۲۲ ملكي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله.
د دغه ولايت د رسنيو له دفتره كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، دا چاودنه تېر ماښام د غزني ښار په لوېديځ كې د خاك غريبان سيمې په محمديه جومات كې شوې ده.
د سرچينې په خبره، په دې چاودنه كې د يوه ماشوم او يوه سړي په ګډون دوه ملكي وګړي وژل شوي او ۲۰ تنه نور ټپيان دي.
په خبرپاڼه كې د پېښې څرنګوالى نه دى روښانه شوى.
د دغې چاودنې مسووليت تر دا مهاله چا نه دى منلى او وسله والو طالبانو په كې خپل لاس لرل رد كړي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ