په غزني كې د هوايي بريدونو او وسله والې نښتې په ترڅ كې د دوو ولسوالانو په ګډون ۱۱ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د دغه ولايت د والي وياند محمد عارف نوري وايي، د غزني د مركز په مربوطاتو كې تېره ورځ هوايي بريد د جغتو او خواجه عمري ولسواليو لپاره د طالبانو نومول شوي ولسوالان عبدالخالق مشهور په ابو محمد او ملا منير ووژل.
دى زياتوي، په قره باغ او اندړو ولسواليو كې د هوايي بريدونو او د مقر ولسوالۍ په ميرزاخېل كلي كې د وسله والې نښتې له كبله نهه طالبان وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې تړاو خپل نظر نه دى څرګند كړى.