ads

څلور لوبډلې د كركټ د نړيوال جام نيمه پايلوبو ته ووتې

د انګلستان او وېلز په كوربه توب د ۲۰۱۹م ميلادي كال د كركټ د يو ورځنيو لوبو د نړيوال جام سياليو نيمه پايلوبو ته څلور لوبډلې ووتې. د اسټراليا، هند، انګلستان او نيوزيلنډ د كركټ ملي لوبډلې به د روانې جولاى مياشتې په نهمه نېټه لومړۍ او په ۱۱مه نېټه به دوهمه نيمه پايلوبه ترسره […]

نویسنده: hewadpal
15 چنګاښ 1398
څلور لوبډلې د كركټ د نړيوال جام نيمه پايلوبو ته ووتې

د انګلستان او وېلز په كوربه توب د ۲۰۱۹م ميلادي كال د كركټ د يو ورځنيو لوبو د نړيوال جام سياليو نيمه پايلوبو ته څلور لوبډلې ووتې.
د اسټراليا، هند، انګلستان او نيوزيلنډ د كركټ ملي لوبډلې به د روانې جولاى مياشتې په نهمه نېټه لومړۍ او په ۱۱مه نېټه به دوهمه نيمه پايلوبه ترسره كړي.
تراوسه معلومه نه ده، چې كومه لوبډله به له كومې لوبډلې سره په نيمه پايلوبه كې مخ شي.
د هند او سريلانکا او اسټراليا او جنوبي افريقا ترمنځ له نننيو لوبو وروسته به معلومه شي، چې په نيمه پايلوبو كې څوك – څوك سره مخ كېږي.
دمګړۍ د نومرو په جدول كې اسټراليا لومړى، هند دوهم، انګلستان درېيم او نيوزيلنډ څلورم مقام لري.
بايد وويل شي، چې د سږ كال د كركټ د يو ورځنيو لوبو د نړيوال جام په سياليو كې د افغانستان د كركټ ملي لوبډله هم ولوبېده، خو په ترسره كړو نهو لوبو كې يې يوه هم ونه ګټله.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA