ads

په هرات كې دوه وسله وال غله ونيول شول

د هرات امنيتي چارواكي په دې ولايت كې د دوو وسله والو غلو د نيولو خبر وركوي. د هرات د امنيه قوماندانۍ د خبرپاڼې له مخې، پوليسو دغه غله تېره شپه په انجيل ولسوالۍ كې د وسله والې غلا په مهال ونيول. په خبرپاڼه كې راغلي، دا كسان د انجيل ولسوالۍ د كهدستان كلي اوسېدونكي […]

نویسنده: hewadpal
15 چنګاښ 1398
په هرات كې دوه وسله وال غله ونيول شول

د هرات امنيتي چارواكي په دې ولايت كې د دوو وسله والو غلو د نيولو خبر وركوي.
د هرات د امنيه قوماندانۍ د خبرپاڼې له مخې، پوليسو دغه غله تېره شپه په انجيل ولسوالۍ كې د وسله والې غلا په مهال ونيول.
په خبرپاڼه كې راغلي، دا كسان د انجيل ولسوالۍ د كهدستان كلي اوسېدونكي دي او د دې ولسوالۍ په رباط نو كلي كې ونيول شول.
د سرچينې په وينا، پوليسو له نيول شوو غلو يوه تومانچه ترلاسه كړې ده.
وسله والې غلاوې د هرات د اوسېدونكو له جدي اندېښنو څخه ګڼل كېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA