ads

په ننګرهار كې د سرحدي ځواكونو او دولت ضد وسله والو ترمنځ نښته شوې

د ننګرهار په مومند درې ولسوالۍ کې د افغان سرحدي ځواکونو او د دولت د وسله والو مخالفينو ترمنځ نښته شوې، چې په مهال يې ۱۲ دولت ضد وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. په ختيځ کې د سرحدي ځواکونو د لومړۍ لېوا قوماندان بريد جنرال محمد ايوب حسين خېل وايي، دا شاوخوا يو […]

نویسنده: hewadpal
15 چنګاښ 1398
په ننګرهار كې د سرحدي ځواكونو او دولت ضد وسله والو ترمنځ نښته شوې

د ننګرهار په مومند درې ولسوالۍ کې د افغان سرحدي ځواکونو او د دولت د وسله والو مخالفينو ترمنځ نښته شوې، چې په مهال يې ۱۲ دولت ضد وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په ختيځ کې د سرحدي ځواکونو د لومړۍ لېوا قوماندان بريد جنرال محمد ايوب حسين خېل وايي، دا شاوخوا يو نيم ساعته جګړه تېره شپه وروسته له هغې پيل شوه، چې د دولت وسله والو مخالفينو غوښتل په مومند درې ولسوالۍ كې ډيورنډ فرضي کرښې ته نېږدې د سرحدي ځواکونو پر درېيو پوستو بريد وکړي.
د هغه په وينا، د جګړې په مهال اووه دولت ضد وسله وال وژل شوي او پنځه تنه نور ژوبل دي.
حسين خېل زياتوي، په نښته كې يو سرحدي پوليس هم وژل شوى او دوه تنه نور ټپيان دي.
په ختيځ کې د سرحدي ځواکونو د لومړۍ لېوا د قوماندان په خبره، په وژل شوو او ټپيانو كې يو شمېر يې د ډيورنډ فرضي کرښې له هغې غاړې را اوښتي وو.
د دولت وسله والو مخالفينو تر دې دمه د يادې جګړې په تړاو تبصره نه ده كړې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA