ads

په كابل ښار كې دوو څارنوالانو ته مرګ ژوبله واوښته

امنيتي مسوولين په كابل ښار كې دوو څارنوالانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر وركوي. د كابل امنيه قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز كليد ته وويل، نامعلومو وسله والو نن سهار شاوخوا اووه بجې د كابل ښار د پنځمې امنيتي حوزې په مربوطاتو كې د اداري فساد د درنو جرمونو په ضد د مبارزې د عدلي […]

نویسنده: hewadpal
15 چنګاښ 1398
په كابل ښار كې دوو څارنوالانو ته مرګ ژوبله واوښته

امنيتي مسوولين په كابل ښار كې دوو څارنوالانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر وركوي.
د كابل امنيه قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز كليد ته وويل، نامعلومو وسله والو نن سهار شاوخوا اووه بجې د كابل ښار د پنځمې امنيتي حوزې په مربوطاتو كې د اداري فساد د درنو جرمونو په ضد د مبارزې د عدلي او قضايي مركز پر دوو څارنوالانو بريد وكړ.
د نوموړي په خبره، په دې پېښه كې يو څارنوال ووژل شو او يو بل ټپي دى.
فرامرز زياته كړه، تراوسه د پېښې په تړاو څوك نه دي نيول شوي، خو په اړه يې د پوليسو څېړنې روانې دي.
د ياد بريد مسووليت تر دا مهاله چا پر غاړه نه دى اخيستى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA