ads

په دوحه كې سبا دوه ورځنۍ بين الافغاني غونډه پيلېږي

ټاكل شوې سبا په دوحه كې د جرمني او قطر په كوربه توب دوه ورځنۍ بين الافغاني غونډه پيل شي. په دې غونډه كې ګډون كوونكي لسګونه افغان سياستوال نن له كابله قطر ته لاړل. په ياده غونډه كې د ګډون كوونكو كسانو په ډله كې حكمت خليل كرزى، عمر زاخېلوال، رنګين دادفر سپنتا، حامد […]

نویسنده: hewadpal
15 چنګاښ 1398
په دوحه كې سبا دوه ورځنۍ بين الافغاني غونډه پيلېږي

ټاكل شوې سبا په دوحه كې د جرمني او قطر په كوربه توب دوه ورځنۍ بين الافغاني غونډه پيل شي.
په دې غونډه كې ګډون كوونكي لسګونه افغان سياستوال نن له كابله قطر ته لاړل.
په ياده غونډه كې د ګډون كوونكو كسانو په ډله كې حكمت خليل كرزى، عمر زاخېلوال، رنګين دادفر سپنتا، حامد ګيلاني، حبيبه سرابي، فوزيه كوفي، غيرت بهير، سيد منصور نادري، عطاء الرحمان سليم او عبدالله قرلق هم شامل دي.
ويل كېږي په دغه غونډه كې به د سولې عالي شورا د غړو، مدني فعالانو او ښځو په گډون ۶۴ تنه برخه واخلي، خو د ملي يووالي حكومت ويلي، د دې حكومت په استازيتوب به هېڅوك د دوحې په بين الافغاني غونډه كې حضور ونه لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA