ads

د ايران د اټومي پروګرام په اړه بېړنۍ غونډه جوړېږي

د اټومي انرژۍ نړيوال سازمان وايي، د راتلونكې چهار شنبې په ورځ به د ايران د اټومي پروګرام په اړه بېړنۍ غونډه جوړه كړي. دا غونډه د امريكا په غوښتنې وروسته له هغې جوړېږي، چې ايران وويل، د ۲۰۱۵م ميلادي كال د اټومي هوكړې ځينې شرطونه يې نقض كړي دي. د اټومي انرژۍ د نړيوال […]

نویسنده: hewadpal
15 چنګاښ 1398
د ايران د اټومي پروګرام په اړه بېړنۍ غونډه جوړېږي

د اټومي انرژۍ نړيوال سازمان وايي، د راتلونكې چهار شنبې په ورځ به د ايران د اټومي پروګرام په اړه بېړنۍ غونډه جوړه كړي.
دا غونډه د امريكا په غوښتنې وروسته له هغې جوړېږي، چې ايران وويل، د ۲۰۱۵م ميلادي كال د اټومي هوكړې ځينې شرطونه يې نقض كړي دي.
د اټومي انرژۍ د نړيوال سازمان يوه وياند ويلي، د دې ادارې بېړنۍ غونډه به د روانې جولاى مياشتې په ۱۰مه نېټه د اتريش په پايتخت ويانا كې جوړه شي.
ياده غونډه د ايران د اټومي پروګرام پر سر د تهران او واشنګټن ترمنځ د كړكېچ د اوج ته رسېدو په مهال جوړېږي.
په ۲۰۱۵م ميلادي كال كې د ايران او د نړۍ د شپږو لويو قدرتونو ترمنځ د شوې اټومي هوكړې پر بنسټ، د ايران د غني شوو يورانيو زېرمه بايد له ۳۰۰ كيلو ګرامو وانه وړي.
خو د دغه هېواد جمهور رئيس حسن روحاني تېره اونۍ وويل، د غني شوو يورانيمو كچه يې له ۳۰۰ كيلو ګرامو اوښتې او د اړتيا تر اندازې به يې لوړه كړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA