د قطر په پايتخت دوحه كې د امريكا او طالبانو د استازو ترمنځ اووم پړاو خبرې تر يو ورځني ځنډ وروسته نن بېرته پيل شوې.
د جمعې ورځې د رخصتۍ له كبله د دواړو لورو ترمنځ تېره ورځ مذاكرات ونه شول.
يادې خبرې د تېرې اونۍ په سر كې پيل شوې دي.
امريكايي او طالب چارواكو د دغو مذاكراتو تر پيل وړاندې رسنيو ته ويلي وو، دا ځل هڅه كېږي له افغانستانه د بهرنيو ځواكونو د وتلو لپاره د زماني جدول پر ټاكلو او د امريكا او متحدينو په ضد يې د افغانستان له خاورې د نه استفادې لپاره د طالبانو پر تضمين وروستۍ هوكړه وشي.


