ads

په هرات كې ۱۲ پوليسو ته مرګ ژوبله واوښته

د هرات په پښتون زرغون ولسوالۍ كې ۱۲ پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د ۲۰۷ ظفر قول اردو يوه چارواكي د نوم نه ښودلو په شرط كليد ته وويل، وسله والو طالبانو تېره شپه د پښتون زرغون ولسوالۍ په مار اباد كلي كې پر يوې امنيتي پوستې بريد وكړ. د سرچينې په خبره، په […]

نویسنده: hewadpal
14 چنګاښ 1398
په هرات كې ۱۲ پوليسو ته مرګ ژوبله واوښته

د هرات په پښتون زرغون ولسوالۍ كې ۱۲ پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ۲۰۷ ظفر قول اردو يوه چارواكي د نوم نه ښودلو په شرط كليد ته وويل، وسله والو طالبانو تېره شپه د پښتون زرغون ولسوالۍ په مار اباد كلي كې پر يوې امنيتي پوستې بريد وكړ.
د سرچينې په خبره، په دې بريد كې د عامه امن او نظم نهه پوليس ووژل شول، درې تنه ټپيان شول او شپږ تنه نور طالبانو ونيول.
سرچينې زياته كړه، د جګړې په مهال ۱۱ طالبانو ته هم مرګ ژوبله واوښته.
د ياد چارواكي په وينا، طالبانو د دغې امنيتي پوستې تر نيولو وروسته د افغان ځواكونو يو هاموې ټانك او يو رېنجر موټر وسوځول او يو هاموې ټانك او يوه اندازه وسلې او مهمات يې له ځانونو سره يووړل.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA