امنيتي مسوولين د فراه په بالابلوك ولسوالۍ كې د يوه مهم طالب قوماندان د وژل كېدو خبر وركوي.
د فراه د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر د خبرپاڼې پر بنسټ، امنيتي او دفاعي ځواكونو د بالابلوك ولسوالۍ په شيوان كلي كې تصفيوي عمليات ترسره كړل، چې په ترڅ كې يې د طالبانو مهم قوماندان مولوي حسام الدين ووژل شو او د محمد نسيم او محمد دين په نومونو دوه شكمن كسان ونيول شول.
په خبرپاڼه كې راغلي، افغان ځواكونو له دغو كسانو دوه موټر سايكلونه، دوه كيلو ګرامه ترياك، نهه موبايلونه، پنځه تذكرې، دوه پاكستاني شناختي كارتونه او څو پاڼې مهم اسناد ترلاسه كړل.
وسله والو طالبانو لا په دې تړاو تبصره نه ده كړې.