د فارياب د خواجه سبزپوش ولسوالۍ پر مركز د هاوان مرميو په بريد كې ۴۱ ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالكريم يورش كليد ته وويل، نن سهار شاوخوا شپږ بجې او ۳۰ دقيقې د وسله والو طالبانو له لوري د هاوان څو توغول شوې مرمۍ د خواجه سبزپوش ولسوالۍ پر مركز ولګېدې، چې له كبله يې نهه تنه ووژل شول او ۳۲ تنه نور ټپيان شول.
د هغه په وينا، دغه بريد داسې مهال وشو، چې خلك د يادې ولسوالۍ په جمعه بازار كې را ټول شوي وو.
يورش زياته كړه، وژل شوي او ټپيان ټول ملكي وګړي دي او د ځينو ټپيانو روغتيايي حالت نازك دى.
وسله والو طالبانو بيا په دې پېښه كې خپل لاس لرل رد كړي او دا د افغان ځواكونو كار بولي.