د غزني په مركز او زنه خان ولسوالۍ كې تېره ورځ د دوو ښوونځيو د ودانيو د بنسټ ډبرې کېښودل شوې.
د دغه ولايت د والي وياند محمد عارف نوري وايي، دا ودانۍ د غزني د مركز په امير محمد خان کلا او د زنه خان ولسوالۍ په خاچاخېل سيمو كې د نېږدې ۲۱ ميليونه افغانيو په لګښت جوړېږي.
د نوموړي په خبره، د دواړو ودانيو د جوړولو لګښت د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د ولسي تړون پروګرام له لوري ورکول کېږي.
د يادونې وړ ده، چې د ښوونځيو په يادو جوړېدونكو ودانيو كې به شاوخوا ۱۵۰۰ نجونې او هلكان خپلې زده كړې مخته يوسي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ