ads

جمهور رئيس غني د زابل د امنيتي ستراتېژيک پلان د جوړولو لارښوونه وكړه

جمهور رئيس محمد اشرف غني د ملي دفاع او کورنيو چارو وزارتونو مسوولينو ته لارښوونه وکړه، چې د زابل امنيتي ستراتېژيک پلان دې چمتو كړي او په كې دې د امنيتي وضعيت ترڅنګ په ساختاري، تشکيلاتي، د تجهيزاتو د کموالي او دغه ولايت ته د دښمن له متوجه ګواښونو څخه د درک په برخو کې […]

نویسنده: hewadpal
14 چنګاښ 1398
جمهور رئيس غني د زابل د امنيتي ستراتېژيک پلان د جوړولو لارښوونه وكړه

جمهور رئيس محمد اشرف غني د ملي دفاع او کورنيو چارو وزارتونو مسوولينو ته لارښوونه وکړه، چې د زابل امنيتي ستراتېژيک پلان دې چمتو كړي او په كې دې د امنيتي وضعيت ترڅنګ په ساختاري، تشکيلاتي، د تجهيزاتو د کموالي او دغه ولايت ته د دښمن له متوجه ګواښونو څخه د درک په برخو کې ټولې ننګونې را ونغاړي او حل لارې دې په پام کې ونيسي.
د ارګ د معلوماتو له مخې، جمهور رئيس غني نن سهار له كندهاره زابل ته لاړ او هلته يې د دې ولايت عمومي امنيتي وضعيت د يوې غونډې په لړ کې و ارزاوه.
هغه د زابل امنيتي مسوولينو ته وويل، په جدي ډول دې د فساد او د مهماتو، امکاناتو او تجهيزاتو د ضايع کېدو مخنيوى وكړي.
د هېواد جمهور رئيس د زابل امنيتي مسوولينو ته لارښوونه وکړه، چې د ولسواليو امنيه قوماندانۍ دې و ارزوي او هغه منسوبين دې تغير او تبديل كړاى شي، چې له کلونو راهيسې د ولسواليو د امنيه قوماندانانو په توګه دندې ترسره كوي.
جمهور رئيس غني د زابل د ولايتي شورا له غړو سره هم وكتل او تر دې وړاندې يې كندهار ته د خپل دوه ورځني سفر په ترڅ كې د دغه ولايت د بېلابېلو اقشارو له استازو سره وليدل او د هغوى غوښتنې او وړانديزونه يې واورېدل.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA