د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې د ۲۰۱۹م ميلادي كال د نړيوال جام سياليو په لړ كې خپله نهمه او وروستۍ لوبه د ۲۳ منډو په توپير د ويسټ انډيز د كركټ ملي لوبډلې ته وبايلله.
دا لوبه د پنجشنبې په ورځ د انګلستان په ليډز ښار كې ترسره شوه.
د لوبې پچه د ويسټ انډيز د لوبډلې لوبډلمشر وګټله او د توپوهنې پرېكړه يې وكړه.
ويسټ انډيزۍ لوبډلې په ټاكل شوو ۵۰ اورونو كې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۳۱۱ منډې وكړې، خو افغان لوبډلې وركړل شوى هدف پوره نه كړ او په ۵۰ اورونو كې يې د ټولو لوبغاړو په له لاسه وركولو ۲۸۸ منډې وكړې.
افغانستان د اسټراليا، سريلانكا، نيوزيلنډ، جنوبي افريقا، انګلستان، هند، بنګله دېش، پاكستان او ويسټ انډيز په وړاندې نهه لوبې وكړې او نهه واړه يې وبايللې.
د روان ميلادي كال د كركټ د نړيوال جام يو ورځنۍ سيالۍ د انګلستان او وېلز په كوربه توب روانې دي.