ټاكل شوې د پاكستان لومړى وزير عمران خان په روانه ميلادي مياشت كې د طالبانو له يو شمېر استازو سره وګوري.
د پاكستان دولتي راډيو په سياسي چارو كې د عمران خان د سلاكار نعيم الحق له قوله ويلي، دا ليدنه به له افغان حکومت سره تر سلا مشورو وروسته وشي.
په اسلام اباد كې د افغانستان د حكومت يوه چارواكي تاييد كړې، چې دغه ليدنه د ملي يووالي له حكومت سره په تفاهم ترسره كېږي او په پام كې ده د پاكستان حكومت د دې كتنې جزيات له افغان حكومت سره شريك كړي.
طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال كې ده، چې ټاكل شوې د پاكستان لومړى وزير عمران خان په نېږدې اونيو كې د امريکا له جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ سره د کتنې لپاره واشنګټن ته لاړ شي.
د تېر ۱۳۹۷يم لمريز کال د سلواغې مياشتې په وروستيو کې په اسلام اباد کې د عمران خان او طالب استازو ليدنه وروسته له هغې لغوه شوه، چې افغان حکومت پاکستان ته د طالبانو د استازو پر سفر سختې نيوكې وكړې.


