ads

د امريكا او طالبانو د استازو ترمنځ اووم پړاو خبرې د يوې ورځې لپاره ودرول شوې

د قطر په پايتخت دوحه كې د امريكا او طالبانو د استازو ترمنځ اووم پړاو خبرې د يوې ورځې لپاره ودرول شوې. طالب وياند ذبيح الله مجاهد پر خپله ټويټر پاڼه ليكلي، د جمعې ورځې د رخصتۍ له كبله به نن مذاكرات ونه شي او سبا به د دواړو لورو ترمنځ خبرې بېرته پيل شي. […]

نویسنده: hewadpal
14 چنګاښ 1398
د امريكا او طالبانو د استازو ترمنځ اووم پړاو خبرې د يوې ورځې لپاره ودرول شوې

د قطر په پايتخت دوحه كې د امريكا او طالبانو د استازو ترمنځ اووم پړاو خبرې د يوې ورځې لپاره ودرول شوې.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد پر خپله ټويټر پاڼه ليكلي، د جمعې ورځې د رخصتۍ له كبله به نن مذاكرات ونه شي او سبا به د دواړو لورو ترمنځ خبرې بېرته پيل شي.
يادې خبرې د تېرې شنبې په ورځ پيل شوې دي.
امريكايي او طالب چارواكو د دغو مذاكراتو تر پيل وړاندې رسنيو ته ويلي وو، دا ځل هڅه كېږي له افغانستانه د بهرنيو ځواكونو د وتلو لپاره د زماني جدول پر ټاكلو او د امريكا او متحدينو په ضد يې د افغانستان له خاورې د نه استفادې لپاره د طالبانو پر تضمين وروستۍ هوكړه وشي.
دا په داسې حال كې ده، چې ټاكل شوې د راتلونكو يكشنبې او دوشنبې په ورځو په دوحه كې بين الافغاني غونډه وشي، خو افغان حكومت په كې له ګډونه ډډه كړې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA