جمهور رئيس محمد اشرف غني د يوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د عمومي او امنيتي وضعيت د ارزونې په هدف نن سهار له کندهاره زابل ته ورسېد.
د ارګ د خبرپاڼې له مخې، جمهور رئيس غني كندهار ته د خپل سفر په مهال تېر ماخوستن د دې ولايت له مشرانو او متنفذينو سره وكتل او هغوى ورته د احمدشاه بابا او ميرويس نيکه د کورونو کيليانې وسپارلې.
د هېواد جمهور رئيس ژمنه وكړه، چې ياد كورونه به په اساسي توګه جوړېږي او په موزيمونو به بدلېږي.
ده وويل، د کندهار ښار د پراختيايي پلان لپاره يو نړيوال شرکت استخدام شوى او کندهار به يو ځل بيا په اشرف البلاد بدل شي.
هغه د کندهار والي ته په ټينګار سره په پوهنې، روغتيا او نورو برخو کې د مافيا د ماتولو لارښوونه وکړه.
د يادولو ده، چې جمهور رئيس غني كندهار ته د خپل دوه ورځني سفر په ترڅ كې د بېلابېلو اقشارو له استازو سره وليدل او د هغوى غوښتنې او وړانديزونه يې واورېدل.


