امنيتي ځواكونو د نن سهار له شاوخوا څلورو بجو راهيسې د كابل ښار په شاه دو شمشېره سيمه كې افغان – ترك ښوونځى محاصره كړى و او بالاخره يې شاوخوا ۱۰ بجې ونيوه.
د زده كوونكو والدين وايي، د ملي يووالي حكومت د يوې سياسي معاملې په بدل كې د افغان – ترك ښوونځيو مسووليت د تركيې د پوهنې بنسټ ته سپاري.
دوى ورسره د امنيتي سرتېرو چلند د ترهګرو په څېر وباله او زياته يې كړه، د زده كوونكو روحيه ځپل شوې ده.
بل پلو هغو خبريالانو، چې د پېښې د خبري پوښښ لپاره سيمې ته تللي وو وويل، امنيتي ځواكونو توهين كړي، وهلي ډبولي او خبري وسايل يې ترې اخيستي دي.
د كليد خبريال محمد فصيح متوكل داسې وايي.
د تركيې حكومت غواړي په افغانستان كې د ټولو افغان – ترك ښوونځيو مسووليت د دغه هېواد د پوهنې بنسټ ته، چې يو دولتي ارګان دى، وسپاري.
بايد وويل شي، چې افغان – ترک ښوونځي د فتح الله ګولن لخوا، چې په تركيه كې د ناكامې كودتا په هڅې تورن دى، رهبري کېدل.


