ads

په هرات ولایت کې د وسله والو طالبانو یو لوړپوړی قومندان وژل شوی

د هرات سیمه ییز چارواکي وایي تېره شپه د افغان ځواکونو په هوایي عملیاتو کې د هرات په زیرکوه ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو یو لوړپوړی قومندان له څلورو نورو ملګرو سره وژل شوی دی. د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد کلید ته وویل، د طالبانو دغه قومندان ملا هجرت نومېږي او په […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
13 چنګاښ 1398
په هرات ولایت کې د وسله والو طالبانو یو لوړپوړی قومندان وژل شوی
طالب قومندان

د هرات سیمه ییز چارواکي وایي تېره شپه د افغان ځواکونو په هوایي عملیاتو کې د هرات په زیرکوه ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو یو لوړپوړی قومندان له څلورو نورو ملګرو سره وژل شوی دی.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد کلید ته وویل، د طالبانو دغه قومندان ملا هجرت نومېږي او په ډېر شمېر تروریستي بریدونو کې لاس لري.
د هرات امنیتي چارواکي هیله څرګندوي چې د دغه طالب قومندان په وژل کېدو سره به د زیرکوه ولسوالۍ امنیتي حالت هم ښه شي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د ملا بلال په نوم د طالبانو یو قومندان د یاد ولایت په پشتون زرغون ولسوالۍ کې وژل شوی وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA