د رو سیې په یوه پوځي اډه کې اورلګېدنې ۱۴ سرتیري وژلي دي. د روسیې جمهور رییس د دفاع وزیر ته امر کړی چې دغه اډه له نېږدي وګوري او معلومه کړي چې دغه اورلګېدنه څنګه رامنځته شوې ده.
ولادیمیر پوتین دا پېښه بوږنونکې بللې ده او د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو ته یې دنده ورکړې چې د پېښې سیمې ته ورشي او د څېړنې بهیر له نژدې وڅاري.
تردې یوه ورځ مخکې د روسیې په یو اوبتل کې د اورلګېدنې له امله د روسیې ۱۴ سرتیري ووژل شول.