د روسيې د دفاع وزارت خبر ورکړى، چې تېره ورځ يې يو اوږد واټن ويشتونكى توغندى په برياليتوب سره ازمويلى دى.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې ويل شوي، ياد توغندى د بالسټيک توغنديو يو ډول دى، چې په قزاقستان كې وازمويل شو.
د خبرپاڼې له مخې، دغه توغندى تر توغول كېدو وروسته خپل هدف ته رسېدلى دى.
د امريکا په ګډون نورو هېوادونو تر دا مهاله د روسيې د دې اقدام په اړه څه نه دي ويلي.