امريكا پر ايران د فشارونو او بنديزونو د دوام خبره كړې ده.
سپينې ماڼۍ تازه په يوه خبرپاڼه كې ويلي، تر هغې چې ايران د يورانيمو د بډايه کېدو په اړه خپل سياست بدل نه کړي او خپل اټومي پروګرام پاى ته ونه رسوي، پر ياد هېواد به فشارونه دوام ولري.
په خبرپاڼه كې راغلي، امريکا او متحدين به يې د ايران د اټومي پروګرام پر سر له سره خبرې پيل کړي او نه پرېږدي، چې دغه هېواد اټومي وسلو ته لاسرسى پيدا کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې ايران د يورانيمو د غني کولو کچه ډېره کړې ده.
ايران او د نړۍ شپږو پياوړو هېوادونو په ۲۰۱۵م ميلادي کال کې اټومي تړون لاسليک کړ، خو وروسته ترې امريكا ووتله.


