ads

د كركټ د نړيوال جام په سياليو كې نن هند او بنګله دېش مخ کېږي

د ۲۰۱۹م ميلادي كال د كركټ د نړيوال جام سياليو ۴۰مه لوبه نن د هند او بنګله دېش د كركټ ملي لوبډلو ترمنځ ترسره كېږي. دا لوبه به د كابل په وخت د ماسپښين په دوو بجو د انګلستان په برمينګهم ښار كې پيل شي. هند او بنګله دېش دواړو تراوسه اووه – اووه لوبې […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
11 چنګاښ 1398
د كركټ د نړيوال جام په سياليو كې نن هند او بنګله دېش مخ کېږي
د هند او بنګه دېش د کرکټ لوبډلې د لوبې پر مهال

د ۲۰۱۹م ميلادي كال د كركټ د نړيوال جام سياليو ۴۰مه لوبه نن د هند او بنګله دېش د كركټ ملي لوبډلو ترمنځ ترسره كېږي.
دا لوبه به د كابل په وخت د ماسپښين په دوو بجو د انګلستان په برمينګهم ښار كې پيل شي.
هند او بنګله دېش دواړو تراوسه اووه – اووه لوبې كړي، خو هند پنځه او بنګله دېش درې لوبې ګټلې دي.
د تېرې ورځې لوبه د ويسټ انډيز او سريلانكا د كركټ ملي لوبډلو ترمنځ د انګلستان په چسټر لي سټريټ ښار كې ترسره شوه، چې د سريلانكا په ګټه پاى ته ورسېده.
د روان ميلادي كال د كركټ د نړيوال جام يو ورځنۍ سيالۍ د انګلستان او وېلز په كوربه توب د افغانستان په ګډون د ۱۰ هېوادونو د كركټ ملي لوبډلو ترمنځ روانې دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA