ads

د عامې روغتیا وزارت: امنیتي بنسټونه دې معتادینو ته د نشه یي توکو د وېش مخه ونیسي

د عامې روغتيا وزارت له امنيتي ارګانونو څخه غواړي، ترڅو معتادينو ته د نشه يي توکو د وېش مخه ونيسي. د عامې روغتيا وزير فېروز الدين فېروز وايي، ترڅو چې معتادينو ته د نشه يي توکو د وېش او دغو توكو ته د اسانه لاسرسي مخه ونه نيول شي، که دغه وزارت خپل ټول امکانات […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
10 چنګاښ 1398
د عامې روغتیا وزارت: امنیتي بنسټونه دې معتادینو ته د نشه یي توکو د وېش مخه ونیسي
روغتیا وزارت

د عامې روغتيا وزارت له امنيتي ارګانونو څخه غواړي، ترڅو معتادينو ته د نشه يي توکو د وېش مخه ونيسي.
د عامې روغتيا وزير فېروز الدين فېروز وايي، ترڅو چې معتادينو ته د نشه يي توکو د وېش او دغو توكو ته د اسانه لاسرسي مخه ونه نيول شي، که دغه وزارت خپل ټول امکانات د معتادينو پر درملنې وکاروي، د معتادینو درملنه به ناشونې وي.
نوموړي دغه څرګندونې د يکشنبې په ورځ د نشه يي توكو پر وړاندې د مبارزې د نړيوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وکړې.
د عامې روغتيا وزير فېروز الدين فېروز د معتادينو د ترانې ټيم ته په اشارې سره وويل، معتادين کولی شي په پرېکنده ارادې سره له نشې لاس په سر شي.
بل پلو د ښځو چارو وزارت هم د معتادينو د شمېر د زياتوالي له کبله اندېښنه څرګندوي او وايي، د معتادينو ډېرېدل د هغوی په کورنيو کې ګڼې ستونزې پيدا کړې دي.
د ښځو چارو وزارت مرستيالې سپوږمۍ وردګ په دغه غونډه کې وويل، د معتادينو ښځې ډېری بې سرپرستې پاتې دي او د خپل ژوند د تېرولو لپاره په بېلابېلو مشروع او نامشروع کارونو لاس پورې كوي.
په همدې حال کې د کورنيو چارو وزارت بيا وايي، د تېرو کلونو په پرتله د نشه يي توكو پر وړاندې په مبارزه کې برلاسی دی.
د دغه وزارت د نشه يي توكو پر ضد د مبارزې مرستيال عصمت الله بلوچ وويل، د نشه يي توکو د قاچاق په تور يې د لويو قاچاقبرانو په ګډون ۴۵۰۰ تنه نيولي، چې ۱۳۸ يې ښځې او نېږدې ۸۰ تنه يې دولتي کارکوونکي دي.
د نشه يي توكو پر وړاندې د بېلابېلو ارګانونو د معلوماتو له مخې، دمګړۍ په هېواد كې درې ميليونه وګړي په نشه يي توکو روږدي دي‎، چې د عامې روغتيا وزارت په وينا ورځ تر بلې يې په شمېر کې زياتوالی راځي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA