راپورونه وايي، په القاعده شبكې پورې د تړلې حراس الدين ډلې اته قوماندانان د سوريې په شمال کې وژل شوي او ۱۴ نور ټپيان دي.
دا کسان د سوريې، تونس، الجزاير او مصر تابعيتونه لري.
حراس الدين ډله د تحرير الشام ډلې ترڅنګ د سوريې د واکمن نظام په وړاندې مبارزه کوي او په ادليب کې يې د يو شمېر سيمو کنټرول په لاس کې دى.
دغه ډله په ۲۰۱۸م ميلادي کال کې تشکيل شوې او له القاعده شبكې سره يو ځاى د سوريې د حاکم نظام په ضد جنګېږي.


