ads

کورنیو چارو وزارت: په پكتيكا كې ۳۰ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

په پكتيكا كې له وسله والو طالبانو سره د افغان ځواكونو په نښتو او پوځي عملياتو كې ۳۰ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې. د كورنيو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، د پكتيكا په وړممۍ ولسوالۍ كې تېره شپه د ملي پوليسو او طالبانو ترمنځ نښته شوې، چې په ترڅ كې يې […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
9 چنګاښ 1398
کورنیو چارو وزارت: په پكتيكا كې ۳۰ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
پکتیکا کې افغان ځواکونه

په پكتيكا كې له وسله والو طالبانو سره د افغان ځواكونو په نښتو او پوځي عملياتو كې ۳۰ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د كورنيو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، د پكتيكا په وړممۍ ولسوالۍ كې تېره شپه د ملي پوليسو او طالبانو ترمنځ نښته شوې، چې په ترڅ كې يې د دې ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نومول شوي مرستيال ولسوال په ګډون د دغې ډلې اته غړي وژل شوي دي.
د سرچينې په خبره، په مټاخان ولسوالۍ كې هم د پوليسو او طالبانو ترمنځ نښته شوې، چې له كبله يې د يادې ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نظامي مسوول ملا يعقوب په ګډون د دې ډلې پنځه غړي وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
په خبرپاڼه كې راغلي، د زيړوک ولسوالۍ په مربوطاتو كې تېره شپه افغان ځانګړو ځواکونو د طالبانو پر يوه مرکز عمليات ترسره کړي، چې په پايله کې يې ۱۳ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
سرچينې د مټاخان ولسوالۍ په نښته كې د دوو پوليسو ټپي كېدل تاييد كړي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA