په فرانسې كې يوه کس د تودې هوا له کبله ساه ورکړې او پنځه تنه نور روغتون ته وړل شوي دي.
د راپورونو پر بنسټ، دا لومړى ځل دى، چې په فرانسې کې يو کس د هوا د ګرموالي له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي.
ياد كس پر بايسکل سپور و او ورزش يې کاوه، چې جل وواهه.
دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو دوو ورځو کې په فرانسې کې د هوا تودوخه د سانتي ګراد په كچه ۴۵ درجو ته رسېدلې ده.


