د عراق امنيتي چارواکي خبر ورکوي، چې د پوځي عملياتو په ترڅ کې يې په موصل ښار کې د داعش ډلې ۲۳ غړي نيولي دي.
يوې امنيتي سرچينې رسنيو ته ويلي، دغه داعشيان د ځانګړو عملياتو په ترڅ کې ونيول شول.
د سرچينې په خبره، د عراق امنيتي ځواکونو ياد ۲۳ نيول شوي داعشيان د څېړنو لپاره مرکزي قوماندانۍ ته لېږدولي دي.
داعش ډلې په ۲۰۱۴م ميلادي کال کې د عراق موصل او يو شمېر نور ښارونه ونيول، خو وروسته عراقي ځواکونه پر دې وتوانېدل، چې خپلې سيمې بېرته له داعشيانو ونيسي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


