د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې تر ټولو تېز توپ اچوونکي حميد حسن د کرکټ له يو ورځنيو لوبو استعفا وکړه.
هغه دا اعلان د ۲۰۱۹م ميلادي كال د نړيوال جام په سياليو كې د پاکستان په لاس د افغانستان له ماتې وروسته وکړ.
حميد حسن له خپلو ټولو مينه والو مننه وکړه، چې دى يې ستايلى او ننګه يې کړې ده.
نوموړي له پاکستان سره د تېرې ورځې په لوبه كې دوه اورونه وکړل، په پښه ژوبل شو او له ميدانه ووت.
ده وويل، که ژوبل شوى نه واى، ښايي د لوبې نتيجه بدله واى.
حميد حسن وايي، هڅه کوي په ۲۰ اوريزو لوبو كې ولوبېږي.
هغه د افغانستان لپاره ۳۸ يو ورځنۍ لوبې کړي او۵۹ وېكټې يې اخيستې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


