د کرکټ د نړیوال جام په لوبو کې تېره ورځ د افغانستان او پاکستان د کرکټ لوبډلو تر منځ لوبه وشوه. د لوبې پچه یا (ټاس) افغان لوبډلې وګاټه او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه. افغان لوبډلې په ټاکلو ۵۰ اورونو کې سیالې لوبډلې ته د ۲۲۸ منډو هدف وټاکه، خو سیاله لوبډله پر دې بریالۍ شوه چې دغه هدف په ۵۰ اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوزېدو پوره کړي.
د افغان لوبډلې توپ وهنه تر ډېره ښه وه، چې اصغر افغان او نجیب ځدران په تر تیب سره ۴۲-۴۲ منډې وکړې. په توپ اچونه کې بیا ورو توپ اچوونکو محمد نبي، راشد او مجیب غوره توپ اچونه وکړه، چې محمد نبي او مجیب دوه دوه لوبغاړي وسوزول.
افغانستان تر دې وړاندې له اسټرالیا، نیوزیلنډ، انګلستان، هند، بنګلدېش، سویلي افریقا او سریلانکا سره لوبې کړې او اووه واړه یې بایللې دي.
افغانستان به د راتلونکې جولای میاشتې پر ۴مه خپله وروستۍ لوبه له ویسټ انډیز سره ترسره کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


