ads

جمهور رئيس غني پر سوداګرۍ او سيمه ييز اتصال پر تمرکز ټينګار وكړ

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، افغانستان د مرکزي اسيا او جنوبي اسيا د نښلولو لازم ظرفيتونه لري او له مرکزي اسيا سره افغانستان ايجاد کړې اړيکې په سيمه ييز اتصال کې ګټورې ثابتېدلى شي. هغه دا څرګندونې پرون ماسپښين پاكستان ته د خپل سفر په مهال د دغه هېواد د پنجاب ايالت په مركز […]

نویسنده: hewadpal
8 چنګاښ 1398
جمهور رئيس غني پر سوداګرۍ او سيمه ييز اتصال پر تمرکز ټينګار وكړ

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، افغانستان د مرکزي اسيا او جنوبي اسيا د نښلولو لازم ظرفيتونه لري او له مرکزي اسيا سره افغانستان ايجاد کړې اړيکې په سيمه ييز اتصال کې ګټورې ثابتېدلى شي.
هغه دا څرګندونې پرون ماسپښين پاكستان ته د خپل سفر په مهال د دغه هېواد د پنجاب ايالت په مركز لاهور كې يوې غونډې ته وكړې.
جمهور رئيس غني وويل، ۵۰ زره مېګاواټه برېښنا له مرکزي اسيا د افغانستان له لارې د انتقال وړ ده، چې پاکستان کولاى شي له ګټه اخيستونکو واوسي.
ده زياته كړه، د كابل او اسلام اباد ترمنځ د بې باورۍ فضا او د ټرانزيټ او سوداګرۍ په برخه کې توافقاتو ته نه پابندي د دې سبب شوه، چې سوداګريزې او ټرانزيټي ستونزې زياتې شي.
د افغان جمهور رئيس په وينا، اوس د دې وخت را رسېدلى، چې د تورونو لګول پرېښودل او د سوداګرۍ او سيمه ييز اتصال پر اجنډا تمرکز وشي او د دواړو هېوادونو ګډې کمېټې پر هغو ننګونو، چې دمخه لېست شوي، بحث وکړي، ترڅو مناسبې حل لارې ولټول شي.
بايد وويل شي، چې په وروستيو څو كلونو كې د افغانستان او پاكستان ترمنځ سوداګري كمه شوې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA