د كډوالو په چارو كې د ملګرو ملتونو عالي كمېشنري وايي، په وروستيو پنځو كلونو كې هره ورځ يو پناه غوښتونكى ماشوم د سفر په مهال وژل يا ورك شوى دى.
دې كمېشنرۍ د دغه كار علت د مديترانې د اوبو په ګډون د نړۍ په كچه د كډوالۍ د خطرناكو لارو شتون او د امريكا او مكسيكو د پولو په اوږدو كې تګ راتګ بللى دى.
په همدې حال كې د كډوالۍ نړيوالې ادارې د يوه راپور په خپرولو سره ويلي، له ۲۰۱۴م ميلادي كاله تراوسه د ۱۶۰۰ ماشومانو په ګډون ۳۲۰۰۰ پناه غوښتونكو د لارې په اوږدو كې خپل ژوند له لاسه وركړى دى.
دا په داسې حال كې ده، چې تازه د يوه پناه غوښتونكي او د هغه د ماشوم جسدونه د مكسيكو په سرحدي اوبو كې ترلاسه شول.


