ads

په ننګرهار كې د پاكستان د كونسلګرۍ چارې د عامه نظم ځواكونو ته وسپارل شوې

د ننګرهار په مركز جلال اباد ښار كې د پاکستان د كونسلګرۍ د امنيت او نورې چارې د ولايتي چارواکو په لارښوونه د عامه نظم ځواکونو ته وسپارل شوې. د دغه ولايت د رسنيو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د والي شاه محمود مياخېل په لارښوونه د يادې كونسلګرۍ امنيتي او نورې […]

نویسنده: hewadpal
8 چنګاښ 1398
په ننګرهار كې د پاكستان د كونسلګرۍ چارې د عامه نظم ځواكونو ته وسپارل شوې

د ننګرهار په مركز جلال اباد ښار كې د پاکستان د كونسلګرۍ د امنيت او نورې چارې د ولايتي چارواکو په لارښوونه د عامه نظم ځواکونو ته وسپارل شوې.
د دغه ولايت د رسنيو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د والي شاه محمود مياخېل په لارښوونه د يادې كونسلګرۍ امنيتي او نورې چارې له ملي پوليسو د عامه نظم ځواکونو ته سپارل شوې دي.
سرچينې زياته کړې، د عامه نظم سرتېرو د ګومارل شوو منسوبينو هره ډله به د يوې اونۍ دندې له ترسره کولو وروسته بدلېږي او پر ځاى به يې بله ډله مسووليت اخلي.
له دې وړاندې خلکو شکايت کاوه، چې په جلال اباد ښار كې د پاكستان په كونسلګرۍ كې ځينې امنيتي مسوولين له کمېشنکارانو سره لاس لري او له ويزه اخيستونکو د يوې ويزې په بدل كې له ۱۲ تر ۱۵ زره افغانۍ د رشوت په توګه اخلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA