ads

په لغمان کې پر يوه کور د هاوان مرمۍ لګېدلې

په لغمان کې پر يوه کور د هاوان مرمۍ د لګېدو له كبله شپږ تنه ټپيان شوي دي. د دې ولايت د والي وياند اسدالله دولتزي کليد ته وويل، دا مرمۍ تېره شپه د دولت وسله والو مخالفينو توغولې، چې د مركز مهترلام په مربوطاتو كې پر يوه كور لګېدلې ده. د ده په وينا، […]

نویسنده: hewadpal
8 چنګاښ 1398
په لغمان کې پر يوه کور د هاوان مرمۍ لګېدلې

په لغمان کې پر يوه کور د هاوان مرمۍ د لګېدو له كبله شپږ تنه ټپيان شوي دي.
د دې ولايت د والي وياند اسدالله دولتزي کليد ته وويل، دا مرمۍ تېره شپه د دولت وسله والو مخالفينو توغولې، چې د مركز مهترلام په مربوطاتو كې پر يوه كور لګېدلې ده.
د ده په وينا، په پېښه كې شپږ تنه ټپيان شوي، چې د درملنې لپاره روغتون ته وړل شوي دي.
د پېښې مسووليت تراوسه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA