ads

په كابل ښار كې د ماين چاودنې څلور امنيتي سرتېري ټپيان كړل

د كابل ښار د اتمې امنيتي حوزې په مربوطاتو كې چاودنې څلور امنيتي سرتېري ټپيان كړل. د كابل امنيه قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز كليد ته وويل، دا چاودنه تېره شپه شاوخوا اته بجې د سړك غاړې د ځاى پر ځاى شوي ماين له كبله شوې ده. د نوموړي په خبره، په پېښه كې څلور امنيتي […]

نویسنده: hewadpal
8 چنګاښ 1398
په كابل ښار كې د ماين چاودنې څلور امنيتي سرتېري ټپيان كړل

د كابل ښار د اتمې امنيتي حوزې په مربوطاتو كې چاودنې څلور امنيتي سرتېري ټپيان كړل.
د كابل امنيه قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز كليد ته وويل، دا چاودنه تېره شپه شاوخوا اته بجې د سړك غاړې د ځاى پر ځاى شوي ماين له كبله شوې ده.
د نوموړي په خبره، په پېښه كې څلور امنيتي سرتېري ټپيان شوي، چې روغتيايي حالت يې ښه دى.
د پېښې مسووليت تر دې دمه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA