ads

ټرمپ د سعودي عربستان له وليعهد سره وليدل

د امريكا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ د سعودي عربستان له وليعهد محمد بن سلمان سره ليدلي او ويلي يې دي، دا ځواكمن رهبر خارق العاده كار ترسره كوي. ټرمپ بن سلمان ته، چې جنجال پاروونكې څېره پېژندل كېږي، نن د خپل دوست خطاب وكړ. دوى د جاپان په اوساكا ښار كې د نړۍ د ۲۰ […]

نویسنده: hewadpal
8 چنګاښ 1398
ټرمپ د سعودي عربستان له وليعهد سره وليدل
WASHINGTON, DC - MARCH 14: U.S. President Donald Trump (R) meets with Mohammed bin Salman, Deputy Crown Prince and Minister of Defense of the Kingdom of Saudi Arabia, in the Oval Office at the White House, March 14, 2017 in Washington, DC. (Photo by Mark Wilson/Getty Images)

د امريكا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ د سعودي عربستان له وليعهد محمد بن سلمان سره ليدلي او ويلي يې دي، دا ځواكمن رهبر خارق العاده كار ترسره كوي.
ټرمپ بن سلمان ته، چې جنجال پاروونكې څېره پېژندل كېږي، نن د خپل دوست خطاب وكړ.
دوى د جاپان په اوساكا ښار كې د نړۍ د ۲۰ صنعتي هېوادونو د مشرانو يا جي شل غونډې د وقفې په جريان كې د سهار چاى د څښلو په مهال له يو بل سره خبرې وكړې.
د سعودي خبريال جمال خاشقجي تر وژل كېدو وروسته د سعودي عربستان وليعهد د نړيوالې ټولنې له فشارونو سره مخ شوى دى.
ياد خبريال، چې په امريكا كې اوسېده، تېر ميلادي كال د تركيې په استانبول ښار كې د سعودي عربستان په كونسلګرۍ كې ووژل شو.
د متحدو ايالتونو استخباراتي ادارې دې پايلې ته ورسېدې، چې محمد بن سلمان د خاشقجي د وژلو امر كړى و.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA