له اوږدمهاله لانجې وروسته مير رحمان رحماني د ملي شورا د ولسي جرګې د ۱۷مې تقنيني دورې د رئيس په توګه وټاكل شو.
د ولسي جرګې د رياست چوكۍ لپاره په درې پړاوه ټاكنو كې خان محمد وردګ او مير رحمان رحماني له نورو كانديدانو زياتې رايې ترلاسه كړې وې، چې د دې جرګې د كورنيو دندو د اصولو له مخې وروستى پړاو ټاكنې د دغو دوو كسانو ترمنځ وشوې.
د ولسي جرګې موقت رئيس ملك قيس نوراغا نن د ټاكنو تر پاى ته رسېدو وروسته وويل، ۲۴۵ وكيلانو خپلې رايې وكارولې، چې له منځه يې رحماني ۱۳۶ او وردګ ۹۶ رايې خپلې كړې.
د هغه په وينا، ۱۱ باطلې او دوه سپينې رايې وكارول شوې.
بلخوا مير رحمان رحماني د ولسي جرګې د رئيس په توګه په خپلې لومړنۍ وينا كې پر ده د وكيلانو د باور له كبله له هغوى مننه وكړه.
نوموړي وويل، ولسي جرګه به تر دې وروسته خپل كار ته په عادي توګه دوام وركړي او د اداري پلاوي نور غړي به وټاكي.
د ملي شورا ۱۷مه تقنيني دوره د روان لمريز كال د غويي مياشتې په شپږمه نېټه د جمهور رئيس محمد اشرف غني له لوري پرانيستل شوه او د ولسي جرګې د رياست چوكۍ لپاره په لومړي پړاو ټاكنو كې پر يوې شكمنې رايې د اختلاف له كبله دا بهير شاوخوا دوه مياشتې وغځېد.


