ads

رحيمي د سولې په چارو كې د دولت وزير او د جمهور رئيس ځانګړى استازى وټاكل شو

جمهور رئيس محمد اشرف غني د يوه فرمان په خپرولو سره عبدالسلام رحيمي د سولې په چارو كې د خپل ځانګړي استازي او د دولت د وزير په توګه وټاكه. د جمهور رئيس غني په فرمان كې راغلي، د هېواد د اساسي قانون د ۶۴مې مادې د ۱۳مې فقرې له مخې په خارج رتبه بست […]

نویسنده: hewadpal
8 چنګاښ 1398
رحيمي د سولې په چارو كې د دولت وزير او د جمهور رئيس ځانګړى استازى وټاكل شو

جمهور رئيس محمد اشرف غني د يوه فرمان په خپرولو سره عبدالسلام رحيمي د سولې په چارو كې د خپل ځانګړي استازي او د دولت د وزير په توګه وټاكه.
د جمهور رئيس غني په فرمان كې راغلي، د هېواد د اساسي قانون د ۶۴مې مادې د ۱۳مې فقرې له مخې په خارج رتبه بست كې د سولې په چارو كې د جمهور رئيس د ځانګړي استازي او د دولت د وزير په توګه د عبدالسلام رحيمي ټاكنه د كابينې، ملي امنيت شورا، كمېسيونونو او عالي شوراګانونو په غونډو كې په غړيتوب او د هغه د ټولو پخوانيو حقونو او امتيازونو په ساتنې سره منظوره ده.
رحيمي د ۱۳۹۶يم لمريز كال له چنګاښ مياشتې راهيسې د جمهوري رياست مقام د دفتر د رئيس په توګه دنده ترسره كوله.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA