د كابل په سروبي ولسوالۍ كې د امنيتي ځواكونو د عملياتو په ترڅ كې ۲۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د كورنيو چارو وزارت نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، د دې وزارت ځانګړو پوليسو د طالبانو له شتونه د سروبي ولسوالۍ د ځينو سيمو د پاكولو په هدف ځانګړي عمليات ترسره كړل.
د سرچينې په وينا، په دغو عملياتو كې ۲۰ طالبان وژل شوي او پنځه تنه نور ټپيان دي.
وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.


